د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند اوس یو فضايي قوت دی: مودي


د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي نن د مارچ په ۲۷مه ویلي چې هېواد یې اوس یو فضايي قوت دی.

هند د ميزایلو په یوه نوې ازموینه کې د ټيټې کچې یوه سېټلایټ په ویشتلو کې بریالی شو.

پاکستان د هند پر دغه تازه ازموینه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې فضا دې له پوځيتوبه خوندي کړل شي.

مودي په داسې وخت کې چې په هند کې پارلماني انتخاباتو ته یوازې دوه اوونۍ وخت پاتې دی، دا خبرې وکړې چې له ټېلیویژنونو نېغې خپرېدې.

هغه وویل چې د ځمکې په مدار کې د درې سوه کلیومیټره په واټن کې یو سېټلایټ وویشل شوه چې درې دقیقې وخت یې ونیو او یو ستونزمن مشن و.

د سټلایټ د را غورځولو لپاره راکټ د هند په ختيځ ښار اوړیسا کې د ميزایلو د ازموینې له یوه مرکزه ویشتل شوی و.

مودي وویل چې هند اوس تر امریکا، روسیې او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې د سټلايټ ضد ميزایل یې جوړ کړي او په بریالیتوب یې ازمویلي دي. خ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG