د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د برمته هندواڼیو د خوندیتوب امر کړی


ارشیف: د پاکستان پولیس
ارشیف: د پاکستان پولیس

د اسلام‌اباد سپریم کورټ د هغو دوو هندواڼيو خویندو د خوندیتوب امر کړی دی چې په دا وروستیو کې يې د تښتونې او په زوره د مسلمانولو راپورونه خپاره شوي دي.

حکومتي پلټونکي تحقیق کوي چې ایا دا دواړه خویندې په رښتیا تښتول شوي او په زوره مسلمانې او بیا واده شوي او که نه؟

دا دواړه هندواڼۍ خویندې او د هغوی مېړونه په سند صوبه کې د حکومت تر کنټرول لاندې امن کورونو ته استول شوي دي.

دواړو خویندو ویلي چې دوی د مارچ په ۲۰مه خپل ژوند ته د ګواښ له امله او اسلام ته د اوښتو په نیت د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته له کورونو وتلې دي.

د پاکستان حکومت د اسلام‌اباد د سپریم کورټ قاضي ته ویلي دي چې حکومت به د دې نجونو د قضيې په اړه خپل تحقیقات په یوه اوونۍ کې بشپړ کړي.

پاکستانيو چارواکو ویلي چې د دې کېس په تړاو يې د هغه ملا په ګډون چې د دواړو خویندو نکاح‌ يې تړلې ده، یوشمېر کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG