په شمالي وزيرستان کې چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ويلي چې پېښه په یکشنبه په بویه محمد خيل سيمه کې شوې ده.
د دوی په وينا، پلار او لور له منځا پوستې سره تېرېدل چې د سړک غاړې ښخ ماين ورباندې و چاودېد او دواړه یې ژوبل کړل. دوی وروسته د ميرامشاه روغتون ته يوړل شول. تېره اوونۍ هم د مېرامشاه په ټول خيل سيمه کې يوه ښځه د ماين په چاودنه کې زخمي شوې وه.
ځايي خلک وايي، په شمالي او جنوبی وزيرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ د جګړو پر مهال ماينونه ښخ شوي دي. د ماين په پېښو کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ماينونو پاکول د پښتون تحفظ موومېنټ د غوښتنو برخه ده خو پوځ ويلي چې په سيمه کې د ماين پاکی په کارونو بوخت دي.