د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوې روسۍ جنګي الوتکې وېنیزوېلا ته رسېدلي


د ونزوئلا پلازمېنه کاراکاس
د ونزوئلا پلازمېنه کاراکاس

دوېنیزوېلا چارواکو اسوشیېټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې د روانې اوونۍ په سر کې دوې روسۍ پوځي الوتکې د دې هېواد پلازمېنې کراکس​ ته رسېدلې دي.

وېنیزوېلا ته د روسيو پوځي الوتکو او نظامي چارواکیو سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ برخه بلل شوې ده.

وېنیزوېلايي چارواکویو تأیید کړې چې په‌ دې دوو الوتکو کې نېږدې ۱۰۰ روسي پوځي سرتېري هم موجود ول.

روسيې په تېره ډیسېمبر میاشت کې وېنیزوېلا ته اټومي وسله وړونکې دوې جنګي الوتکې واستولې چې دې اقدام د امریکا او د سیمې د یوشمېر هېوادونو سخته غوسه وپاروله.

روس د وېنیزوېلا د ولسمشر نیکولاس مدورو ملاتړ کوي بل لور ته بیا امریکا او ګڼ اروپايې هېوادونه د خوان ګوایدو پلویان دي چې ځان‌ يې د وېنیزوېلا ولسمشر اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG