د ایران سرکاري میډیا وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا ژغورل شوي څلور ایراني سرتېري تهران ته سپارل شوي دي.
د ایران سرکاري ټي وي د مارچ پر ۲۲مه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې دغه سرتېري د مال وړونکي الوتکې ښکته کېدل او د هغوی هرکلې وشو.
د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو یو مشر کمانډر بریګيډیر محمد پکپور د هغوی هرکلې وکړ.
د پاکستان پوځي چارواکو مخکې ویلي وو چې امنیتي ځواکونو یې له افغان پولې سره نېږدې د بلوچستان له چاغي سیمې څلور ایراني سرتېري د وسلو والو له ولکې راخلاص کړي دي.
خو په بیان کې دا نه وو ویل شوې چې دغه سرتېري کومې وسله والې ډلې له چېرته تښتولي وو.