د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د چین او روس له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي


آرشیف/ د افغانستان، امریکا، روسیې او چین بیرغونه
آرشیف/ د افغانستان، امریکا، روسیې او چین بیرغونه

امریکايي چارواکیو په واشنګټن کې د روسیې او چین له استازو سره د افغانستان په چارو خبری کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۲مه په یو بیان کې وویل چې د دریو واړو هېوادونو استازو د مارچ پر۲۱ مه او ۲۲ مه په واشنګټن کې سره ولیدل او افغانستان کې د امن، سوکالۍ او امنیت لپاره په ګډو هڅو د خیالاتو تبادله وکړه.

په بیان کې راغلي چې دری واړه هېوادونه په دغه اړه د نوربحث لپاره په بیا راغونډیدو رضا شو چې د نیټې او ځای په اړه به يې پریکړه وروسته کېږي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوی چې په خبرو کې کومو چارواکیو برخه واخسته خو د مارچ پر ۲۰ د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازې ځلمی خلیلزاد به له روسي او چینايي چارواکیو سره ویني.

XS
SM
MD
LG