د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دښمن پر وړاندې باید متحد شو: روحاني


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر د نوي لمريز کال نوروز په مناسبت په خپل پيغام کې په هېواد کې دننه پر سياسي ډلو غږ کړي چې خپل منځني اختلافات ختم کړي او د ده په وینا د بهرنيو دښمانانو پر وړاندي متحد شي.

د ايران سرکاري ټيلي وژن د مارچ پر ۲۱مه د نوروز په مناسبت د ولسمشر روحاني وينا خپره کړه.

ولسمشر روحاني دا څرګندوني په داسي حال کې کړې دي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۵ز کال له اټومي ټرونه تر وتلو وروسته پر ایران بندیزونه بیا ولګول د کوم له کبله چې پر ولسشمر حسن روحاني فشار زیات شوی دی.

ولسمشر روحاني په خپلو خبرو کې د اټومې تړون دفاع وکړه خو په ايران کې دننه ځيني ډلې دا لانجمن ګڼي.

بلخوا د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنايي د نوروز په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي دي چې دوي د امريکايي بنديزونو پر وړاندي په کاميابي سره ولاړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG