د امریکا د وسلو مخنیوي ادارې مرستیال سیکترې یلیم پابلیټ ویلي، د ایران د میزایلو پروګرام په منځني ختیځ کې بې ثباتې رامنځته کوي او په سیمه کې د وسلو د سیالۍ ګواښونه زیاتوي.
نوموړې دا خبره د مارچ پر۲۰مه په جینوا کې د وسلو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړې شوې یوې غونډي ته وکړه.
پابلیټ زیاته کړه، ایران باید په سمدستي توګه د اټومي وسلو د وړولو صلاحیت لرونکیو بیلاسټک میزایلو سره تړلې فعالیتونه پرېږدي او د وسله والو ډلو او د غیر ریاستي عناصرو لپاره د میزایلو جوړولو ټیکنالوجي دې بنده کړي.
نوموړې پر ایران تور پورې کړ چې دا هېواد په یمن کې د حوثي یاغیانو او په لبنان کې د حذب الله ډلې ملاتړ کوي.
ایران بیا وايي، اټومي پروګرام یې د خپلي دفاع لپاره دی.