د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماته معلومه نه وه چې د ملي خپګان استازیتوب به کوم: ارډن


د نیوزیلینډ وزیر اعظمې جیسڼدا ارډن
د نیوزیلینډ وزیر اعظمې جیسڼدا ارډن

رویټرز خبري اژانس لیکي د نیوزیلینډ وزیر اعظمې جیسڼدا ارډن د مارچ پر ۱۹مه د هغه جومات لمونځ کوونکیو حوصله وستایله چې تېره اوونۍ په حمله کې یې د کورنۍ غړي او ملګري وژل شوي ول.

ارډن وویل، قام یې له غمجنو مسلمانانو سره په تر ټولو تېرو ورځو کې یوځای ولاړ دی.

اژانس لیکي د مارچ پر ۱۵مه د کرایسټچرچ په دوه جوماتونو په حمله کې د ۵۰ وژل شویو کسانو د جنازې لومړيو مراسمو لپاره تیاری نیول شوی و.

پر دغه موقع وزیر اعظمې ارډن درې هغه لمونځ کوونکي په خاصه توګه یاد کړل چې یو هغه یې د برید لومړی وژل شوی تن و.

ارډن وویل، ۷۱ کلن محمد داود نبي په النور جومات حمله کوونکي ته دروازه خلاصه کړه او ورته یې وویل "پخیر راغلې وروره" هم دغه د هغه د ژوند اخري الفاظ وو.

ارډن وویل، محمد نبي ته نه وه معلومه چې د دروازې تر شا کوم نفرت موجود دی خو د هغه هر کلې ډېر څه ښکاره کوي.

یانې هغه د هغې عقیدې منوونکی وو چې د ټولو هر کلې کوي او د نورو د خیال ښکارندويي کوي.

ارډن زیاته کړه، نه وه ورته معلومه چې د قام د خپګان ترجماني به کوي او خپله وینا یې په اسلام علیکم ویلو سره سر ته ورسوله.

اسټریلیايي نژاد ۲۸ کلن برینټن ټیرنټ د نیوزيلینډ د مارچ پر ۱۵مه د ورځې بریدونو مشکوک کس دی چې د مارچ پر۱۶مه عدالت د یوه تن پر وژنه تورن کړ.

هغه به د اپریل پر پنځمه عدالت ته وړاندې کېږي. پولیس وايي ټیرنټ ښايي پر نورو وژنو هم تورن شي.

ارډن وویل، د وژل شویو کورنیو ته به انصاف ورکول کېږي.

"د مبینه مشکوک بریدګر نوم اخیستل نه غواړي، ښايي بریدکوونکي په یوه بد کار کولو سره شهرت تر لاسه کول غوښتل خو نیوزیلینډ به هغه ته هېڅ ورنه کړي. د هغه نوم هم نه."

د جمعې د لمانځه پر مهال د بریدونو په وژل شویو کې زیاتره مسلمانان کډوال وو.

په دوی کې د پاکستان، بنګله دېش، هند، ترکي، کویت، سومالیه او نورو هېوادونو وګړي شامل وو. د مارچ پر ۱۹مه د برید د وژل شویو اخري رسومات ادا کړل شول چې پکې د رضاکارانو ډلو برخه واخیسته.

په برید کې۵۰ کسان ټپیان شوي هم ول چې ۳۰ پکې اوس هم د کرایسټچرچ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په هغوی کې د نهو حالت سخت دی. په یوه بل روغتون کې د یو څلور کلن ماشوم حالت هم ښه نه دی.

ارډن وویل، پر نیم خودکاره وسلو د بندیز ملاتړې ده او کابینې یې په اصولي توګه د وسلو په قوانینو کې د بدلون فیصلې کړي دي.

هغې وویل د راتلونکي ګل پر ورځ به دغه بدلونونه اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG