د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زيلینډ برید: رسنۍ د افغان او پاکستاني مېړانه ستايي


د نیوزیلینډ کرایسټ چرچ ښار کې د النور جماعت ودانۍ
د نیوزیلینډ کرایسټ چرچ ښار کې د النور جماعت ودانۍ

پراګ ـ دوو کسانو د نیو زیلینډ پر جوماتونو د بریدګر د مخې نیولو هڅه وکړه چې یو یې افغان او بل یې پاکستانی دی. نړیوالې رسنۍ دا دواړه کسان د اتلانو په نوم یادوي.

رويټرز خبري اژانس د نيو زيلينډ پر دوو جماتونو د مارچ ۱۵مې د ډزو پېښو په تړاو په خپله ليکنه کې د يوه افغان د مېړانې کيسه کړې.

دا کس ۴۸ کلن عبدالعزيز نوميږي او په افغانستان کې زېږېدلی دی.

ده کريډټ کارډ مشين په لاس په بريدګر پسې منډه کړې او هغه يې وارخطا کړی وو.

پوليسو او عيني شاهدانو ويلي، د عزيز د جرات له کبله بريدګر ۲۸ کلن برېنټن ټيرينټ و نه توانېد چې د لېنووډ جومات د باندې ډېری کسان په ډزو ووژني.

عزيز اژانس ته ويلي، ده تر هغې وروسته چې يې واورېدل چې يو چا پر لمونځ کوونکو ډزې پيل کړي، په ټيرينټ پسې منډه کړه.

هغه بريدګر تر دغه وخته په النور جومات کې او د لارې پر سر په ډزو کې يو شمېر کسان وژلي ول.

ټيرينټ بېرته خپل موټر ته ورغی او بل ټوپک يې راواخېست.

د عزير په خبره، ده بريدګر پلو کريډټ مشين وغورځاوه او خپله د موټرو په منځ کې پټ شو.

عزيز بيا هغه ټوپک ته لاس کړ چې ټيرينټ غورځولی وو، خو هغه له مرميو خالي وو. ده په بريدګر پسې جومات او له هغه ځايه د هغه موټر ته منډه کړه.

د عزيز په وينا، خالي ټوپک يې د هغه د موټر پر ښيښه ور وويشت.

ټيرينټ عزيز ته وکتل او وتښتېد.

عزيز ويلي، د حملې پر وخت د ده څلور بچيان په جومات کې ول.

نوموړي زياته کړې، تر هغې وروسته چې په جومات کې يې وېرېدليو خلکو ته وويل چې اوس خوندي دي ځکه چې بريدګر وتښتېد، نو هغوی په چغو چغو وژړل.

د مارچ پر ۱۵مه د نیو زیلینډ پر دوو جوماتونو د ډزو په پېښه کې ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي چې پکې په افغانستان، بنګلا دېش، ترکیې، سعودي عرب، انډونیشیا، ملایېشیا، مصر او امریکا کې زېږېدلي کسان هم شامل ول.

په وژلیو پاکستانیانو کې یو یې ۵۰ کلن نعیم راشد هم وو چې له وسله واله یې د ټوپک اخیستو هڅه کوله چې هغه وویشت.

په ډزو کې د ده ۲۲ کلن زوی طلحه نعیم هم ووژل شو.

نړیوالو رسنیو د نعیم راشد ستاینه کړې او هغه یې د وسله وال د قابو کولو هڅې لپاره اتل بللی دی.

نوموړی اصلاً د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې له خپل زوی سره نیو زیلینډ ته کډه شو. راشد په کراسټچرچ ښار کې ښوونکی یا استاد وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG