د مارچ پر نولسمه د هالېند رسنیو ویلي چې پولیسو په دغه هېواد کې په دوشنبه د ډزو له پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي دي.
د هالنډ په اوترخت ښار کې د دوشنبې په ورځ پر یوه ټرموای د ډزو په پرونۍ پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پولیسو په اتلسمه مارچ وویل چې له پېښې وروسته يې یو ۳۷ کلن مشکوک کس چې ګاکمن تانیس نومېږي، نیولی دی.
په هالېنډ کې د پروني وسله وال برید انګېزه لا تراوسه نه ده معلومه.
تر دغې پېښې وروسته په دې ښار کې ښوونځي تړل شوي او په هوایي ډګر او نورو مهمو ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په نیوزیلنډ کې د تېرې جمعې په ورځ پر دوو جوماتونو د ډله ییزې وژنې په پېښو کې پنځوس تنه مړه او له څلوېښتو زیات ټپیان شول.