د کونړ چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت مدیر د دوشنبې ګهیځ په اسعداباد کې وژل شوی دی.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن د مارچ پر ۱۸مه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې مدیر شفیع الله سهار مهال له خپل کوره دفتر ته روان و چې ناپېژاندو وسله والو وواژه.
تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
د پېښې پرضد د کونړ په مرکز اسعداباد کې لاریون هم شوی دى.