د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د کریمیا پر سر بیا پر کرېملېن تنقید وکړ


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فېدرېکا موګیرني د کریمیا د نیولو او په غیر قانوني توګه د دې سیمې له روسیې سره د یو ځای کولو د پینځو کلونو پوره کېدو په مناسبت پر کرېملېن تنقید کړی دی.

نوموړې د مارچ پر ۱۷مه، په یو بیان کې ویلي، اروپايي ټولنه اوس هم د اوکراین د خپلواکۍ او د استحکام لپاره په کړو ژمنو ولاړه ده.

موګیرني زیاته کړه، اروپايي ټولنه پر دې ټینګار کوي چې کله به کریمیا د روسیې برخه تسلیم نه کړي او په دې برخه کې د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ غندنه کوي.

نوموړې دا هم وویل، اروپايي ټولنه به کله هم د اوکراین د کریمیا سیمې انتخابات و نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG