د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه کې احتجاج کونکو یو بانک سوځلی


یو کس د ورځپاڼو د خرڅلاو د سوځېدلې هټۍ ترڅنګ روان دی.
یو کس د ورځپاڼو د خرڅلاو د سوځېدلې هټۍ ترڅنګ روان دی.

د فرانسې په سرښار پاریس کې زیړ واسکټو احتجاج کونکو یو بانک ته اور ورته کړی او ځېنو دکانونو ته یې هم زیان رسولی دی.

په یاد ښار کې تر څو اوونیو وروسته یو وارې بیا د زیړ واسکټو په احتجاجونو کې تاوتریخوالی مخې ته راغلی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانول میکرون د مارچ پر ۱۶مه، د دې بحران په اړه په یوې بیړنۍ غونډه کې ګډون وکړ. له چارواکو سره تر خبرو وروسته ولسمشر وویل، د نور تشدد د مخنیوي لپاره به سختې فیصلي کوي.

په فرانسه کې دا ۱۸م ځل دی چې د اوونۍ په پای کې احتجاجونه کېږي خو په ورستیو څو اوونیو کې د احتجاج کونکو شمېر او تشدد کم شوی وو. دا احتجاجونه د تیلو د بیې د لوړېدو او د ولسمشر ایمانول مېکرون دحکومت ضد کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG