د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي کې دوه امنيتي سرتيري وژل شوي


لورالايي بازار کې باچا خان څلور لاری
لورالايي بازار کې باچا خان څلور لاری

پراګ - نن [د فبرورۍ پر ۱۶مه] د بلوچستان د لورالايي ضلعې په مرکزي بازار کې د اېف سي ځواک دوه سرتيري ووژل شول.

په سیمه کې عيني شاهدانو مشال راډيو ته وويل چې دوه سرتيري په ساده جامو کې د يو پلورنځي [دکان] مخې ته په سودا اخيستلو بوخت ول چې نامعلومه مخ پټو موټر سايکل سپرو کسانو ډزې پر وکړې.

په پيښه کې دوکاندار هم ژوبل شوی دی. د وژل شوو سرتيرو تعلق د خېبر پښتونخوا له لکي مروت او کرک ضلعو سره دی.

وسله وال تر پېښې وروسته تښتېدلي خو د پېښې ذمه واري لا تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG