د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادي اروپا راډيو ته د روسي وزير د مړینې لسګونه اسناد سپارل شوي


ميخایل لېسن

پراګ- د روسيې یو پخواني وزیر مېخایل لېسين د پوسټ مارټم او د مړینې له پلټنو سره تړلي په لسګونه رپورټونه ازادي اروپا راډیو ته ورکړل شوي دي.

دا له هغې وروسته ده چې یادې خبري ادارې دوه کاله مخکې د امریکا په یوه عدالت کې دغو رپورټونو ته د لاس رسي درخواست جمع کړی و.

دغه دستاویزونه چې چیف میډیکل ایګزامینر دفتر لخوا ازادي اروپا راډیو ته سپارل شوي، د ميخایل لېسين له مړینې سره تړلي مفصل او نوي معلومات په ډاګه کوي.

دغه رپورټونه وايي چې د لېسين د زامې هډوکی په بشپړه توګه مات شوی و.

په ۲۰۱۶م کال کې امریکايي استخباراتي ادارې کېس په لاس کې اخیستو باندې غور کاوه. خو دا واضحه نه ده چې ایا رسماً یې دغه کار وکړ که څنګه.

په کېليفورنیا کې اوسېدونکي د لېسين زوی پلټونکو ته ویلي و، دی نه و خبر چې ولې یې پلار په واشنګټن کې و.

هغه ویلي و چې پلار یې د مرګ مخکې د شرابو څښل زیات کړي وو.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د لېسين یو ملګري ورسره رابطه کړې وه او د هغه د موقعیت په اړه یې ترې معلومات اخیستي وو.

لېسين چې پخوا د روسیې د رسنیو د چارو وزیر و، د ۲۰۱۵م کال د نومبر پر پنځمه له سپینې ماڼۍ سره نېږدې د ډوپانټ سرکل په نوم یوه هوټل کې یې مړی موندل شوی و.

د ميخایل لېسين د مړینې په ابتدایي طبي رپورټ کې ویل شوي و چې په ظاهره پر زامه زورور ګوزار یې د مرګ لامل شوی و خو دا پکې نه و په ګوته شوي چې هغه په کومه طریقه مړ شوی و.

وروسته بیا د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د امریکا د څارنوالۍ له دفتره جاري شوي حتمي رپورټ کې ویل شوي و چې د لېسين مړینه حادثاتي وه.

د دغه رپورټ په اړه شکونه پېدا شوي و.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG