د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: محکمې د میخاییل لېسن د مړیني اسناد وغوښتل


مېخایل لېسن

پراګ ـ د واشنګټن یو قاضي د روس د یو پخواني وزیر مېخایل لېسن د پوسټ مارټم او د مړینې له پلټنو سره تړلي په لسګونه رپورټونه غوښتي دي.

لېسن چې پخوا د روسیې د رسنیو د چارو وزیر و د ۲۰۱۵م کال د نومبر پر پنځمه له سپینې ماڼې سره نږدې د ډوپان سرکل په نوم یوه هوټل کې یې مړی موندل شوی وو.

د فبرورۍ پر۱۳مه د جج دغه فیصله د ازادې اروپا راډیو د هغه درخواست په لړ کې مخې ته راغله چې درې کاله مخکې د لېسن د مړینې له پلټنو سره تړل شویو معلوماتو غوښتنه پکې شوې ده.

مېخایل لېسن مخکې د روس د ولسمشر ولادمیر پوتین د رسنیو د چارو سلاکار و خو بیا د ۲۰۱۲م کال شاوخوا کې یې له پوتین سره اړیکې کمې شوې.

​د مېخایل لېسن د مړینې په ابتدایي طبي رپورټ کې ویل شوي وو چې په ظاهره زورور ګوزار یې د مرګ وجه وه خو دا پکې نه وو په ګوته شوي چې په کومه طریقه مړ شوی وو.

وروسته بیا د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د امریکا د څارنوالۍ له دفتره جاري شوي حتمي رپورټ کې ویل شوي وو چې د لېسن مړینه حادثاتي وه چې د پرېوتو له کبله مخې ته راغلې وه.

په رپورټ کې د مرګ یوه وجه د شرابو څښکل ښودل شوي وو.

د دغه رپورټ په اړه شکونه او شبهات پېدا شوي وو. یو تن چې د لېسن کمرې ته یې نېغ په نېغه رسايي لرله، ازادې اروپا راډیو ته یې په ۲۰۱۶م کال کې ویلي وو چې دا ممکنه نه وه چې لېسن دې په کمره کې یوازې مړ شي.

د پولیسو لخوا په خپرو شویو انځورونو کې د شرابو بوتلونه، ګډې وډې جامې او خورې شوی پيسې تر سترګو شوې وې.

قاضي هایرم پوج لوګو ښاروالۍ ته امر وکړ چې د فبرورۍ تر۲۰مه دې د میخایل لېسن طبي رپورټونه، اي میلونه او معلومات لرونکي نور مواد دوی ته وسپاري.

د کېس په اوریدنه کې قاضي لوګو د ښار د وکیلانو هغه دلایل رد کړل چې د لېسن د مړینې د حالاتو او واقعاتو په پرده کې د ساتلو په هکله د هغه د کورنۍ خواهش له ولسي مفاد نه مهم دې.

دا لا نه ده واضحه چې ایا ښاروالۍ به د دغه فیصلې خلاف اپیل کوي که څنګه؟

یو تن چې د فیډرالي قانون نافذوونکو له چارواکو سره په رابطه کې دی، ازادې اروپا راډیو ته ویلي وو چې لېسن د مرګ مخکې د څو میاشتو راهیسې د امریکا د انصاف وزارت سره په رابطه کې وو.

روسي چارواکو د لېسن د مړینې په اړه ډېرې کمې خبرې کړي دي.البته دا یې ویلي وو چې د امریکا قانون نافذوونکو ادارو د پوره معلوماتو ورکولو تمه کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG