د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيوزيلېنډ بريد کې شپږ پاکستانيان وژل شوي او درې لادرکه دي


نيوزيلېنډ کې بريد
نيوزيلېنډ کې بريد

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نیوزیلېنډ د کرایسټچرچ ښار دوو جوماتونو باندې د ډزو له پېښې وروسته د نهو پاکستانيانو نوملړ خپور کړی چې شپږ يې وژل شوي او درې لا درکه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل نن (شنبه) پر خپله ټويټر پاڼه دغه نوملړ خپور کړ.

نوموړي پر ټویټر پاڼه په بیان کې ویلي چې په نیوزیلېڼد کې د دوی سفارت د نورو معلوماتو د تصدیق لپاره کار کوي.

د وزارت لخوا پرون په جاري شوې خبرپاڼه کې وویل شو چې پاکستان د جمعې پر ورځ د کرایسټچرچ ښار پر دوو جوماتونو د ډزو پېښه په سختو ټکو غندي. په دې پېښه کې ۴۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي ول. د پېښې يو مشکوک بريدګر نن (خالي) عدالت ته وړاندې کړل شو او په رسمي توګه تورن وګرځول شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG