د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نيوزيلېنډ پر جوماتونو مشکوک بريدګر عدالت ته وړاندې کړل شو


 برنټن ټېرنټ عدالت ته وړاندې کېږي
برنټن ټېرنټ عدالت ته وړاندې کېږي

پراګ - هغه ۲۸ ويشت کلن اسټرالوی کس چې ګمان کېږي پرون [د مارچ ۱۵مه] يې د نيوزيلېنډ په کرايسټچرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بريد پر مهال ۴۹ کسان وژلي وو، نن [د مارچ ۱۶مه] عدالت ته وړاندې کړل شو.

عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال برنټن ټېرنټ ته هتکړۍ اچول شوي وې او د بنديانو سپينې جامې يې اغوستې وې. کله چې د نوموړي پر ضد تورونه اورول کېدل نو هغه هیڅ غبرګون ونه ښود.

پر ټېرنټ باندې په دې لومړۍ عدالتي اورېدنه کې د يو کس د وژنې رسمي تور پورې شو خو د عدالت قاضي وويل چې په نورو وژنو به يې هم تورنوي.

دغه مشکوک کس د ضمانت لپاره عدالت ته هيڅ خواست ونه کړ. عدالت امر وکړ چې د دې مقدمې تر بلې اوريدنې پورې چې د اپرېل پر پنځمه به کيږي ټېرنټ دې د پوليسو په ولکه کې وساتل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG