د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهرچيانو د خېبر درې لاره تړلې ده


خېبر (ارشيف)
خېبر (ارشيف)

پراګ - د خېبر پښتونخوا د خېبر قبايلي ضلعې په کټه کشته سیمه کې د لويو لارو د قامي ادارې (اېن اېچ اې) لخوا جوړې شوې ټول پلازه باندې افغانستان ته مال وړونکو ګاډو څخه ټیکس يا ماليه اخیستل بیا پیل شوي دي چې په غبرګون کې يې د خېبر ټرانسپورټرانو احتجاج پیل کړی او د خېبر درې لاره یې نن [شنبه] د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

دغه ټول پلازه د تېر کال [۲۰۱۸م] په ډېسېمبر کې جوړه شوې وه چې د ځایي ټرانسپوټرانو پر احتجاج او غوښتنې ټيکس اخیستل ورباندې بند شوي وو خو اوس بيا ورباندې پېل شو.

ټرانسپوټران وایې دغه ټول پلازه غېرقانوني ده او د خېبر پښتونخوا ګورنر ورته ویلي و چې کله فاټا په خېبر پختونخوا کې ورګډه شي نو هلته به تر پینځو کلونو پورې حکومت ټېکسونه نه اخلي خو د دې پریکړې سرغړونه روانه ده.

بلخوا د این ایچ ایې ټیکه دارانو دعوه کړې چې دوي ته اوس رسمي اجازه ورکړل شوې ده او یوازې له لویو ګاډو دغه ټېکس اخلي او له وړو ګاډو يې نه اخلي. د دوي په وينا د دې په بدل کې به پر دغو لویو لارو باندې د بيارغونې کارونه کوي.

بل پلو د ځایي انتظامي چارواکو او ټرانسپورټرانو ترمنځ د پېښور او تورخم لارې خلاصولو لپاره خبرې اترې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG