د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې چاودنو شپږ تنه ټپیان کړي


د ننګرهار چارواکي وایي چې د پنجشنې په ورځ شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند فوټبال لوبغالي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنو شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې لومړۍ چاودنه د سرک د غاړې ګلدان کې له اېښودلي ماینه شوې چې زیان لري، دوهمه چاودنه امنیتي ځواکونو ځای پر ځای شوي ماین ته ورکړې چې یو تن پکې ټپي شوې او درېمه هغه په یوه ریکشه کې له اېښودلي ماینه شوې چې پینځه تنه یې ټپیان کړي دي.

د سادو چاودنو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG