د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین په تور لېست کې د مسعود اظهر د نوم شاملولو مخه ونیوله


مولانا مسعود اظهر د جیش محمد ډلې مشر دی
مولانا مسعود اظهر د جیش محمد ډلې مشر دی

پراګ- چین د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېسټ کې د شاملېدو د هڅو مخه ونیوله.

یادې ډلې د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې د کشمیر په پلواما سیمه کې د برید ذمه واري منلې وه.

په هغه حمله کې ۴۴ هندي ملېشه پولیس وژل شوي ول.

تر حملې وروسته د نوي دیلي او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

هندیو الوتکو د فبرورۍ پر ۲۶مه د پاکستان په بالاکوټ کې بمباري وکړه او د ګڼو وسله والو د وژلو او د جیش محمد ډلې مرکز په نښه کولو دعوه یې وکړه چې اسلام اباد ناسمه وبلله.

تر دې بمبارۍ یوه ورځ وروسته پاکستان وویل چې د کنټرول تر کرښې هغې خوا ته یې بمباري کړې او چې کله هندیو الوتکو یې پر ضد ځوابي کارروايي کوله نو یوه الوتکه یې وویشته او یو پیلوټ ابينندن ورتمان یې ونیو.

د دې تاوتریخوالي له کبله د هند و پاکستان ترمنځ د جنګ امکان پیدا شو.

پاکستان د مارچ پر لومړۍ نېټه نیولی پیلوټ هند ته وسپاره.

نوی دیلی له کلونو راهیسې د مولانا مسعود اظهر او د هغه د ډلې پر ضد د پرېکنده اقدام غوښتنه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدي د مارچ پر پېنځمه خبریالانو ته وویل، د مولانا مسعود اظهر د زوی او ورور په ګډون یې د ناقانونه ډلو ۴۴ غړي نیولي دي.

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو هم پر اسلام اباد ټینګار کړی چې د هغو ډلو ضد دې سم اقدامات وکړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر وړاندې کاروي.

همدا لامل دی چې برتانیا، فرانسې او امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته درخواست کړی وو چې پر مسعود اظهر دې د وسلو اخیستو او ناقانونه لېږد او سفري بندیز ولګوي او د هغه شتمنۍ دې کنګل کړي.

خو چین له "تخنیکي پلوه" د دې پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کړې.

د بیجنګ استازو د مارچ پر ۱۳مه د شورا غونډې ته وویل چې پر دې موضوع نور بحث ته اړتیا ده.

چین د پاکستان ملګری هېواد دی او تر دې وړاندې یې هم د مسعود اظهر نوم د ترهګرو په لېسټ کې د شاملېدو مخه ډب کړې.

هند ویلي، له ټولو ممکنو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې د هېواد پر وګړو یې د پلوامې په څېر په حملو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

اظهر په ۲۰۰۰ز کال کې د جیش محمد ډلې بنسټ اېښی وو.

دا ډله چې په پاکستان کې رسماً ناقانونه ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۰۱ز کال کې د بندیزونو په تور لېسټ کې شامله کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG