د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او ایران پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور ولې پورې کړی؟


په کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري وژل شوي
په کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري وژل شوي

پراګ ـ د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک کمانډر جنرل محمد علي جعفري تور لګولی چې پاکستان يې پر هېواد برید کوونکو ته پناه ورکوي.

ایرانۍ رسنۍ وايي، نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۱۶مه پر انقلاب ساتونکي ځواک شوي وروستي ځانمرګي برید په حواله کړې.

تر دې مخکې، د فبرورۍ پر ۱۴مه، د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر امنیتي سرتېرو شوي ځانمرګي برید په اړه هند ادعا کوي چې پکې د پاکستان د لاس لرلو قوي شواهد لري خو تر اوسه یې هېڅ ثبوت نه دی ورکړی.

افغانستان هم له کلونو راهیسې تورونه لګوي چې پاکستان په دغه هېواد کې د زیاترو بریدونو تر شا لاس لري.

له افغانستانه د شورویانو تر وتلو وروسته، پاکستان هغه مجاهدین د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې هم استعمالول شروع کړل.
ډاکتر سرفراز خان

پاکستان تل دا ډول تورونه ردوي خو پوښتنه دا ده چې دا تورونه ولې پر پورې کېږي؟

په پېښور پوهنتون کې د سېمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکتر سرفراز خان وايي، پاکستان په تېرو وختونو کې د نړیوالو په مرسته د وسله والو ښکاره ملاتړ کړی او ځېنې هېوادونه وايي چې دغه سلسله لا هم روانه ده:

"دا خبره په افغانستان د [پخواني شوروي اتحاد له] یرغله شروع شوې ده. هغه وخت د شوروي اتحاد پر ضد جنګ کوونکي ترهګر نه بلکې مجاهدین وو چې د سعودي عرب، امریکا او نورو غربي هېوادونو په ملاتړ یې پاکستان ښکاره امداد کاوه. بیا له افغانستانه د شورویانو تر وتلو وروسته، پاکستان هغه مجاهدین د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې هم استعمالول شروع کړل. د زیاترو وسله والو ډلو دفترونه هم په دې هېواد کې ول. خو [په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا] تر ترهګرو بریدونو وروسته حالات بدل شول. پاکستان په وار وار ویلي چې په ټولو وسله والو ډلو یې بندیز لګولی خو نړیوال یې نه مني."

ډاکتر سرفراز خان زیاتوي، پاکستان به نړۍ ته دا ښييي چې وسله وسله والې ډلې یې خاوره د نورو هېوادونو پر ضد اوس نه شي استعمالولی.

خو د دفاعي چارو څېړونکی او پخوانی جنرال جنرل طلعت مسعود بیا وايي هند له پاکستان سره د کشمیر پر سر دښمني کوي نو ځکه یې دغه ډول تورونه اهمیت نه لري البته ایران او پاکستان ته د بدامنۍ په مخنیوي کې همکاري پکار ده.

نوموړي زیاته کړه: "اوس خو د کشمیر د ځانمرګي برید ګر ويډیو هم راغلې چې له برید وړاندې یې رېکارډ کړی او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سره تعلق لري نو په دې کې د پاکستان څه کار دی؟ اسلام اباد خو له هند سره د کشمیر ستونزه له سفارتي لارې حلول غواړي نو پکار ده چې هند هم په زور د دې له هواري ډډه وکړي. بیا د ایران خبره داسې ده چې په تېر وخت کې تهران او اسلام اباد د سرحد دواړو خواو بلوڅ مېشتو سېمو ته سم پام نه ده کړی نو اوس په دغو سیمو کې ځېنې داسې خلک شته چې ایران او پاکستان دواړو ته نقصان رسول غواړي."

د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د فبرورۍ پر ۱۳مه، پر انقلاب ساتونکي ځواک په حمله کې لږ تر لږه ۲۷ سرتېري وژل شوي ول.

جیش العدل نومي وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.

دا راز د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د فبرورۍ پر ۱۴مه، پر امنیتي سرتېرو د برید ذمه واري جیش محمد وسله والې ډلې منلې ده. په هغه حمله کې ۴۴ سرتېري ووژل شول.

د ایران د تورونو په اړه لا هم پاکستان څه نه دي ویلي.

خو د کشمیر د برید په اړه د فبرورۍ پر ۱۶مه، د جرمني په میونښ ښار کې له پاکستاني جیو ټېلوېژن سره د مرکې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، که هند د خپلو تورونو په حق کې ثبوتونه لري نو ورسره دې یې شریک کړي او تر تحقیقاتو وروسته به یې ورته پاکستان ځواب ووايي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG