د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د ګلالۍ اسماعیل نوم له اي سي اېله د ایستلو امر کړی


د ګلالۍ اسماعیل نوم د ۲۰۱۸ز کال له اکتوبر راهیسې په اي سي اېل کې وو

پراګ - د اسلام اباد های کورټ د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړې ګلالۍ اسماعیل نوم له هېواده د ممنوع الخروج کسانو لېسټه (اېګزېټ کنټرول لېسټ) د ایستلو امر کړی دی.

های کورټ دا فیصله د فبرورۍ پر ۱۹مه محفوظه کړې وه او د مارچ پر ۱۴مه یې واوروله چې پکې د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې ګلالۍ اسماعیل ته دې پاسپورټ ورکړي ځکه چې نوم یې په اي سي اېل کې اچول ناقانونه عمل دی.

ګلالۍ اسماعیل مشال راډیو ته وویل، عدالتي فیصله ۱۴ پاڼې ده او پکې ویل شوي دي چې په پاکستان کې د ممنوع الخروجۍ قانون موجود دی او که حکومت غواړي چې هغه له بهر تګه منع کړي نو بیا دې له قانون سره سم اقدام وکړي.

نوموړې چې د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه له لندنه اسلام اباد ته ورسېده نو چارواکو پر هوايي ډګر ونیوله او ورته یې وویل چې نوم یې په اي سي اېل کې دی او ورڅخه یې پاسپورټ واخیست.

د فبرورۍ پر دویمه چې په بوري (لورالايي) کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی ووژل شو نو پښتون ژغورنې غورځنګ یې پر ضد مظاهرې او احتجاجونه پیل کړل.

په همداسې یو احتجاج کې ګلالۍ اسماعیل هم شامله وه چې د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې پولیسو ونیوله خو بیا یې تر یوې ورځې وروسته خوشې کړه.

د نوموړې په خبره، چارواکو ورباندې تور پورې کړی وو چې ځکه یې نوم د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې ورشاملوي چې په وینا یې د هېواد ضد څرګندونې کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ده.

ګلالۍ اسماعیل وايي، له قانون سره سم، اوس د کورنیو چارو وزارت چارواکي باید ورسره رابطه وکړي او پاسپورټ وروسپاري.

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د اسلام اباد عدالتي فیصلې په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

د نومبر پر اوومه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اسلام اباد هایکورټ ته وویل چې پر ګلالۍ اسماعیل یې له هېواده د بهر تګ بندیز د استخباراتي ادارې ای اېس ای په وینا لګولی دی.

له اي سي اېله د نوم ایستلو په اړه مو له ګلالۍ اسماعیل سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ګلالۍ اسماعیل وايي عدالت یې نوم له اي سي اېله وایست
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG