د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د بوينګ ۷۳۷ الوتکو پروازونه درولي


د امریکا د بوینګ ۷۳۷ میکس اته الوتکو، پروازونه درولي.

دا پرېکړه تر هغې وروسته وشوه چې د مارچ پر ۱۰مه د اېتوپیا هوایي چلند یوه بویینګ ۷۳۷ میکس اته الوتکه نسکوره شوه او ټولې سورلۍ یې ووژل شوې.

ولسمشر ډانالډ ټرمپ د مارچ پر ۱۳ مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د خلکو د خوندیتوب لپاره د اروپایي هېوادو په څیر د دې الوتکو پر الوتنو بندیز ولګول شو.

کینېډا هم پرون د دغو الوتکو الوتنې بندې کړې.

نېږدې پېنځه میاشتې مخکې د انډونيشيا د هوايي شرکت یوه الوتکه هم غورځیدلې وه.

XS
SM
MD
LG