د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان وګړیو شمېر ۳۱.۶ میلیونه ته ورسېد


آرشیف/ د کابل ښار
آرشیف/ د کابل ښار

د افغانستان سرشمېرنې ملي ادارې په لومړي ځل د دغه هېواد د وګړیو رسمي شمېرې په ډاګه کړې.

د دغې ادارې مرستیال حسیب‌ الله موحد په چارشنبه یوې خبري غونډې ته وویل د د نفوسو ټول شمېر ۳۱.۶ میلیونه دی چې۱۵.۴ میلیونه ‌یې ښځینه او ۱۶.۱ میلیونه‌ یې نارینه دي. نوموړی وايي چې د شهریت کارډونو او شناختي کاډونو وېشلو چارې به هم دوی پر مخ وړي.

د افغانستان اقتصاد وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي چې د سرشمېرنې په ډاګه کولو دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، خوښي وښوده چې د وګړیو کره شمېرو په جوتېدو سره به د کاري زمینو د رامنځته کېدو تر څنګ د نړیوالو مرستو کچه هم څرګنده شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG