د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د تېلو برامدات صفر ته رسوو: پامپيو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې غواړي د ایران د خامو تېلو برامدات تر هغه حده چې نړیوال مارکېټ اجازه ورکوي، ژر صفر ته ورسوي.

هغه د مارچ پر۱۲مه د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې د تېلو د تجارانو غونډې ته وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له حکومت سره همکاري وکړي او د امریکا د بهرني سیاست د ګټې لپاره په نړیوالو چارو کې ښکېل بد لوبغاړي محدود کړي.

نړیوالو قدرتونو په ۲۰۱۵ز کال کې له ایران سره هوکړه وکړه چې د یو لړ اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټومي فعالیت محدود کړي.

خو کله چې په ۲۰۱۶ز کال کې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد، له دې موافقې ووت.

د امریکا له موافقې تر وتلو وروسته هغه بندیزونه چې لیرې شوي وو، له سره پر ایران ولګول.

د خامو تېلو صادرات د ایران د اقتصاد ستره تمویلوونکې سرچینه ده.

XS
SM
MD
LG