د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پر وزیرستانیو کډوالو مرستې بندې شوې دي


د ګلان کېمپ وزیرستاني کډوال وايي، له مرستو بې برخې دي.
د ګلان کېمپ وزیرستاني کډوال وايي، له مرستو بې برخې دي.

خوست ـ د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نوي زیږدیز کال له پیله د خوړو د نړېوالې ادارې له لوري میاشتنۍ مرستې بندې شوي، چې له دې کبله دوی د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دوی وايي، د کډوالو ډيری کورنۍ په همدې مرستو بسیا دي، که دا نه وي، نو وخت تېرېدل به ورته ډېر ستونزمن شي.

کډوال همدارنګه له افغان حکومت هم غواړي، چې دوی ته داسې اسناد ورکړي، چې له خوسته بهر هم پرې تګ ـ راتګ وکړای شي، ځکه اوس دوی نشي کولی چې خپل ناروغان له خوسته بهر بوځي او یا په نورو قانوني لارو پاکستان ته تګ او راتګ وکړي.

کډوالو یادې څرګندونېد جنورۍ پر ۲۷مه، ګلان کېمپ کې مشال راډیو ته وکړې.

د ګلان کېمپ یوه څنډه
د ګلان کېمپ یوه څنډه

د داود مسید په نوم یو تن کډوال وویل چې دوی ته دې افغان حکومت د کډوالۍ هغسې اسناد ورکړي، لکه پاکستان چې افغان کډوالو ته ورکړي او هر ځای ته پرې تګ ـ راتګ کولی شي.

ده وویل، دویمه میاشت ده چې کډوالو ته میاشتنۍ مرستې بندې شوي، خو تر اوسه يې حکومت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پوښتنه نه ده کړې.

د داود مسید په وینا، د دوی سیمه نا امنه ده او په اوس وخت کې بیرته ستنیدل ورته ممکن نه دي.

د واسع خان سیدګي په نوم یو بل کډوال هم ورته خبره کوي او وايي، چې د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا د مرستو د بندولو له کبله په خوست او د پکتیکا په برمل کې کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دی وايي، په کډوالو کې داسې کورنۍ هم شته، چې نه په پکتیکا او نه په خوست کې ثبت شوي دي، خو د مرستو مستحق دي او باید له هرې ممکنې لارې ورسره مرسته وشي.

د شهباز خان مده خېل په نوم کډوال د نورو ستونزو د یادونې تر څنګ وايي، چې خپل ناروغان له خوسته بهر نه کابل ته وړلی شي او نه يې پاکستان ته.

د خوست د کډوالو چارو رییس محمدهاشم حلیم وايي، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې وزیرستانیو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو تر څنګ هغوی ته د روغتیا، سرپنا او پوهنې په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

دی وايي، د روان ژمي په پیل کې د کډوالو له ثبت شوې هرې کورنۍ سره د دوه سوه امریکايي ډالرو نقدي کمک وشو او د ډېسېمبر میاشتې تر پایه د خوراکي توکو میاشتنۍ مرسته هم ورکړل شوې ده.

دی مني، چې دا یوه میاشت مرستې بندې شوي او په دې اړه د خوړو نړېوالې ادارې سره خبرې روانې دي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس د نړیوال خوراکي پروګرام وغوښتل، چې پدې ځای کې د کډوالو کمیت او اړتیاوو ته به کتو د خپلو مرستو لړۍ بیرته پرانېزي.

د خوست د کډوالو چارو ریاست په وینا،د روان ژمي په پیل کې د وزیرستاینو کډوالو ۷۵۰۰ بایومیټریک شویو کورنیو ته نقدې مرستې ویشل شوې، چې د یادو کورنیو د غړو شمېر خواوشا ۴۱ زره کسانو ته رسېږي.

دوی وايي، له یادو کورنیو سربیره هم ډیرې داسې کورنۍ شته، چې رسمي ثبت او بایومیټریک نه دي، خو د ګلان کېمپ په ګډون د خوست په بیلابیلو سیمو کې اوسیږي او پرلپسې د مرستو غوښتنه لري.

بل لوري ته په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د شورا مشران وايي، چې د کډوالو لپاره د کارتونو د وېش په اړه يې کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره کتنې روانې دي او تمه لري، چې یوه حل لاره به بیامومي.

XS
SM
MD
LG