د لاسرسي ځای

تازه خبر

برمل: وزیرستاني کډوال د مرستو د نه رسېدو شکایت کوي


په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال
په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال

خوست ـ د پکتیکا په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د پرله پسې غوښتنو باوجود هم تر اوسه ورته د خوراکي او نورو توکیو مرسته نه ده رسیدلې.

دوی زیاتوي، په خوست او نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری او افغان حکومت لخوا میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي، خو په برمل کې میشتو کډوالو ته له ۲۰۱۶ کال راهیسې منظمې مرستې ندي ورکړل شوي.

د یکشنبې په ورځ د زرجان مداخېل په نوم په برمل کې میشت کډوال مشال راډیو ته د ټیلیفون پر لیکه وویل، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدو وروسته برمل ته راکډه شول، نو دوی ته به هره میاشت مرستې ورکول کېدې، خو کله چې په ۲۰۱۶ کال کې يې د بایومټیریک وروسته کارتونه جوړ کړل، دا مرستې یو کال او بل کال شوې.

نوموړی د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ غوښتنه کوي، چې دوی ته دې مرستې ډېرې کړي ځکه کوم کډوال چې په خوست کې دي، هغوی ته میاشتنۍ منظمې مرستې رسیږي.

ګل الرحمن سیدګی وايي، تېر کال په ژمي کې هرې کورنۍ ته سل، سل ډالر وو، خو سږ کال مرسته کوونکو ادارو هغه پیسې بندې کړې، دی وايي ستونزې يې ډېرې دي خو غږ يې څوک نه اوري.

نوموړی وايي، له اختر مخکې ورسره یو ځل مرسته شوې او بیا ورته څه ندي ورکړل شوي.

د خیرالله وزیرستاني په نوم یو بل تن کډوال وايي:

((ستونزه داده چې خواوشا څلور کاله مو د پکتیکا د برمل په لمن سیمه کې تېر شول، تر دوو کلونو پورې د مرستې توکي راتلل، خو تر هغه وروسته مرسته کمه شوه، په کال کې یو یا دوه ځلې سامانونه راځي، نور نه راځي، نو موږ UNHCR او افغان حکومت ته خواست کوو، چې مرستې دې زیاتې کړي، هر میاشت دې راځي، ځکه خلکو مشکلات ډېر دي، نه مزدوري شته، نه خلک کار وبار لري، هر څه بند دي.))

د مینور په نوم په برمل کې میشت کډوال چې په قوم سیدګی دی، وايي دوی په خیمو کې ژوند کوي، مشکلات يې زیات دي او له UNHCR غواړي چې د خوست په شان دې هغوی ته میاشت په میاشت مرستې حواله شي.

بلخوا د پکتیکا چارواکي هم په یاد ولایت کې کډوالو سره شوې مرستې کافي نه بولي.د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز وايي:

((د دولت او یو شمېر مرستندویه ادارو په چوکاټ کې که د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو سره وخت نا وخت د اړینو توکو مرستې ترسره شوي دي، خو باید ووایو چې دا مرستې کافي نه دي. دا ستونزې موږ په جدیت سره مرکزي حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې او په دې برخه کې نورو مرستندویه ادارو سره شریکې کړې دي، موږ هیله من یو چې نړیوالې ادارې به د افغان حکومت سره په همغږۍ دې کډوالو سره هغه ډول مرستې ترسره کړي، چې دوی يې په نورو سیمو کې کډوالو ته ویشي.))

یاده دې وي چې د پکتیکا په برمل کې میشتو وزیرستانیو کډوالو ته له هغه وروسته د یونسیار او نورو ادارو مرستې ټکنۍ شوې چې د افغان دولت وسلوالو مخالفینو د غزني ولایت په مربوطاتو کې د مرستو قطار ځانته وګرځاوه.

د پکتیکا چارواکو ویلي، که مرسته کوونکي ادارې ورسره همغږي وکړي، نو دوی برمل ته د کډوالو د مالونو په لېږد کې مرستې کولای شي.

XS
SM
MD
LG