د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نسکورې ايتوپيايي الوتکې په پېښه کې ١۵۷ تنه وژل شوي

د یوې ايتوپيايي الوتکې د سقوط پېښه
د یوې ايتوپيايي الوتکې د سقوط پېښه

د ايتوپيا هوايي شرکت د نسکورې شوې الوتکې په پېښه کې د وژل شويو په منځ کې درې روسان او يو سربیايي وګړى هم شامل دي.

دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې په يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا د پلازمېنې اديسه بابا په ٥٠ کېلو مټرۍ کې نسکوره شوه.

په پېښه کې ١٤٩ تنه سورلۍ او ٨ تنه عمله وژل شوي دي.

تر اوسه د دې الوتکې د نسکورېدو سبب لا نه دی په ډاګه شوى.

د ايتوپيا د هوايي شرکت د خپاره شوي لېست له مخې په مړیو کې د جرمني، سويډن، اتريش، اسرائيل، اسپانيا، مراکش، پولېنډ، ناروې او سعودي عرب په ګډون د ٣٥ هېوادونو وګړي شامل دي.

د سلواکيا د پارلېمان يوه غړي انتون هرانکو په خپل فېسبوک کې ليکلي چې په پېښه کې يې مېرمن، لور او زوى مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG