د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ملي انتخابات به په ۷ پړاوونو کې ترسره شي


د هند ملي بیرغ
د هند ملي بیرغ

د هند انتخاباتو کمېسیون چارواکو ویلي چې د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپرېل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې ترسره شي.

نظرپوښتنې ښيي چې د وزیر اعظم نرېندرا مودي په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.

د هند انتخاباتو کمېسیون رئیس سونیل ارورا په یکشنبه وویل، د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپرېل میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو ترسره شي.

په هند کې شااوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

د دې هېواد د عمومي انتخاباتو د رايو شمېرل د مې د میاشتې په ۲۳مه پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG