د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوحې خبرې به بریالۍ شي: پاکستانی سفیر


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښيي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به بین‌الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

ښاغلي نصرالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۰» په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د عملي هوکړو د همکارۍ درې اړخیزه غونډه کې په قطر کې د سولې روانو خبرو د پایلو په اړه د ازادي راډیو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دغه خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهمې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم ټوله سیمه دې ته خوشبینه ده او موږ هم هیله‌مند یو چې د دوحې خبرې بریالۍ شي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي، کوم چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره مهم دي، پاکستان په‌دې برخه کې خپل رول لوبولی او طالبان‌يې هڅولي چې په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته کېني."

نوموړی زیاتوي چې پاکستان د افغانستان د شخړې لوری نه، بلکې دغه هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې تل‌پاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

خو افغان ولسمشر د يکشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې یوه پوښتنه ده او د دوی ټولې ناڅرګندې اړیکې باید تر بحث لاندې ونیول شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفیر په‌دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې له زاړه سیال هند سره‌یې د هېواد په اړیکو کې راپورته شوی وروستی کړکېچ ښایي د افغان سولې پر خبرو منفي اغېز وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې يو شمېر کابل ښاریانو د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې نور ترورېستان افغانستان ته ونه‌لېږي.

بل‌خوا يادې درې اړخیزې غونډې ته په کابل کې د چین سفیر لیو جیسنګ بیا وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې د ټولو هېوادونو رول مهم دی، خو دغه خبرې باید د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

په کابل کې د چین سفیر لیو جیسنګ
په کابل کې د چین سفیر لیو جیسنګ

نوموړی وايي:

"زما په اند ټول هېوادونه کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي، په‌دې برخه کې د چین رول ښکاره دی، موږ هیله لرو چې د سولې د ټولو خبرو رهبري باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ کې وي."

ښاغلي جیسنګ وویل، د افغانستان ګاونډیان باید د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مثبت رول په عمل کې ثابت کړي، څو دغه هېواد له روان ناوړه وضعیته بهر شي.

بل‌خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان بیا وویل، د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات کولای شي د افغانستان اړیکې د پاکستان سره غښتلې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

نوموړي زیاته کړه:

"د دوه اړخیزو سیاسي همکاریو د پیاوړتیا لپاره، اغېزمنو اقداماتو او هڅو ته اړتیا ده، په ځانګړي توګه هغه اقدامات چې د افغانستان د سولې بهیر سره مرسته کوي او د ترورېزم سره مبارزه پياوړې کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد غښتلی کولای شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو د پنځم پړاو له پیله دوه اوونۍ تېږېږي، خو دا چې په دغو مذاکراتو کې څه روان دي او دواړه لوري به هوکړې ته سره ورسېږي که نه؟ هېڅ معلومات‌یې په اړه لا نه‌دي په ډاګه شوي.

بل‌خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د وزیرانو شورا تر ناستې مخکې رسنیو ته ویلي چې په قطر کې د سولې د خبرو په اړه افغانان هم هیله‌‌مند دي او هم اندېښمن.

ښاغلی عبدالله وايي، د دغه خبرو اترو ځینې برخې خلکو ته روښانه نه‌دي، خو په خبره‌‌یې هڅه کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG