د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جوزف: پاکستان تر اوسه هلته د سختدریځو د پټنځایونو ضد ګامونه نه دي اخیستي


امریکايي جنرال جوزف ووټل
امریکايي جنرال جوزف ووټل

نوموړي ​د مارچ پر اتمه د امریکا د سېنېټ د دفاعي چارو د کمیټې په یوه غونډه کې د وینا پر وخت وویل چې پاکستان د زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو ترمنځ په خبرو کې د مرستې لپاره مثبت ګامونه اخستي.

د سینټرل کمانډ مشر د هغه طالب مشرانو پرضد د ګامونو په پورته کولو زور ورکړ چې د روغې جوړې لپاره په روانو هلو ځلو کې مرسته نه کوي.

نوموړي وویل، پاکستان تر اوسه په هیواد دننه د سختدریځه ډلو د پناه ځایونو پرضد کوټلي ګامونه نه دي پورته کړې او دغه شان په افغانستان دننه وسله والې ډلې په پاکستان کې بریدونه کوي چې ورسره په دواړو هیوادونو کې تشدد او اړې ګړې وده کوي.

جنرل جوزف ووټل هیله څرګنده کړه چې په سیمه کې موجود ټول کردارونه به داسې څه نه کوي چې ورسره سیمه ییز استحکام اغیزمن شي.

د امریکا د حکومت او طالبانو استازي د مارچ پر نهمه بیا د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې په اړه خبرې پېل کوي

په دې خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي مشري کوي.

د طالبانو او امریکا د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو د دې پینځم دور تفصیل له رسنیو سره نه دی شریک شوی.

​وسله والو طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې نه دي منلې.

خو د ارګ ویاند د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې زلمی خلیلزاد په منظم ډول د طالبانو له سیاسي استازو سره د خپلو خبرو جزیات له ولسمشر اشرف غني سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG