د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاصه دار ځواک د نوکریو ژغورلو لپاره پر احتجاج دی


د مومندو خاصه دار او لېویز د پولیس روزنه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د مومندو خاصه دار او لېویز هم تر دې وړاندې لاریونونه کړي دي.

پراګ ـ په قبایلي ضلعو کې د خاصه دار ځواک غړو ویلي، په سیمه کې د پولیس نظام پیلولو او د دوی د ترقیانو نه کېدو خلاف به د مارچ پر ۱۲مه په پېښور کې احتجاج کوي.

د خاصه دار ځواک یو مشر پشم ګل د مارچ پر نهمه مشال رېډيو ته وویل، دوی اندېښنې لري چې د پولیس نظام پیلېدو سره به د خاصه دارو نوکریانې او مراعات ختم شي.

"په قبایلي ضلعو کې د خاصه دارو احتجاجونه دوام لري. موږ به په راتلونکو ورځو کې په پيښور او اسلام اباد کې هم احتجاجونه کوو. موږ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې د خپل وطن د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړي دي، په هر محاذ جنګېدلې یو، موږ د فاټا له خیبرپښتونخوا سره د یو ځای کېدو خلاف نه یو خو موږ خپل حقونه غواړو. اوس که حکومت زموږ پر ځای پولیس برتي کړي، زموږ ذمه وارۍ هغوی واخلي او موږ ته وايي چې تاسو کور ته ورځئ یا د پولیسو لاندې کار کوئ نو دې خبرې ته موږ خاصه دار نه یو تیار."

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په قبایلو ضلعو کې شاوخوا ۲۵ تاڼې جوړوي. د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د فبرورۍ د ۲۸مې پر ماښام مشال راډیو ته ویلي ول، حکومت د یوه لنډمهاله قانون یا ارډېننس له لارې په یادو سیمو کې لېویز ځواک ته د پولیسو واک ورکوي.

یو بل خاصه دار میجر جاوید خان وايي، په سیمه کې دې نوي کسان په پولیسو کې برتي کړل شي خو د موجوده خاصه دارو څوکۍ او زمه وارۍ دې په خپل ځای وساتل شي.

"موږ ته څه موده مخکې په پيښور کې د پولیسو یو مشر ویلي ول چې پولیسو ته کوم اختیارات او مراعات ورکړل کېږي، هغه به خاصه دارو ته هم ورکوي. موږ ته د ترقیانو ویل شوې ول خو وروسته بیا د پولیسو دا مشر بدل شو او موږ ته نور څه وویل شول. د انګریزانو له وخته موږ د دې خاوري خفاظت کوو خو دوی اوس موږ کورونو ته استوي. موږ دلته نور پولیس نه منو خو که حکومت د خاصه دارو زامن، وروڼه یا د کورنۍ بل څوک په پولیسو کې برتي کول غواړي نو هغه دې وکړي خو زموږ څوکۍ دې پر خپل ځای وساتي."

دغو خاصه دارو په ورستیو څو ورځو کې په باجوړ، مومندو، خیبر ، بنو او میرام شاه کې احتجاجونه کړي او وايي، که غوښتنې یې ونه منل شوې نو نور احتجاجونه به هم وکړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سیفران د سټېنډنګ کمیټۍ مشر ساجد مومند وايي، له وړاندې څخه یې هم د خاصه دارو دا غوښتنې حکومت ته رسولې دي خو په راتلونکو څو ورځو کې له خاصه دارو سره تر لېدو وروسته به هم د حکومتي چارواکو سره غونډه وکړي.

"په مومندو کې درې کاله د لیويز د ترقیانو مسئله وه، خو زه چې د سټېنډنګ کمیټۍ مشر شومه نو ما د هغوی دا ستونزه حل کړه او د ۳۰۰ کسانو ترقیانې وشوي. اوس خاصه دار په احتجاج دي. دلته د خاصه دارو، لیویز او عدلیې د انضمام خبرې روانې دي او دا کار له ډیرو ننګونو سره مخامخ دی. څو ورځي وړاندې په احتجاج ناستو خاصه دارو ته مې باور ورکړی دی چې ډېر زر به زه د دې ستونزي په اړه د سټېنډنګ کمیټۍ غونډه راغواړمه."

د پاکستان د پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایلي سیمې د صوبې برخه شوې.

له هغې راهیسې حکومت د یادو سیمو اصلاحاتي بهیر ته دوام ورکړی او ویلي یې دي چې لېويز او خاصه دار ځواکونه په پولیسو ورګډوي.

XS
SM
MD
LG