د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت په قبایلو کې تاڼې جوړوي


د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په قبایلو کې شاوخوا ۲۵ تاڼې جوړوي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د فبرورۍ ۲۸مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، حکومت د یوه لنډمهالي قانون یا ارډېننس له لارې په هغو سیمو کې لېوي ځواک ته د پولیسو واک ورکوي. ده د ارډېننس خپرولو کره نېټه و نه ښوده خو ویې ویل چې دا کار ځکه کوي چې د صوبايي اسمبلۍ غونډه نه ده روانه.

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم قبایلي سیمې د صوبې برخه شوې.

له هغه وخت راهیسې حکومت د هغو سیمو اصلاحاتي بهیر ته دوام ورکړی او ویلي یې دي چې لېوي او خاصه دار ځواکونه په پولیسو ورګډوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG