د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ دې بندي ښځینه خبریالو ته هم پام وکړي:سي پي جې


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ نښه
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ نښه

د ښځو پر نړیوالې ورځې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ د نړۍ پام هغو ښځو خبریالانو کېسونو ته واړووو چې د خپل کار له وجې په جېلونو کې بندې دي.

نیویارک مېشتې ادارېCPJ په یوه لیکنه کې تېره ورځ ویلي د تېر کال په دسمبر کې په جیلونو کې په بند کړل شوو ۲۵۱ خبریالانو کې ۳۳ ښځې دي.

د ادارې په وینا ، په دې کې یوازې یوه د ترکي خبریاله او هنرمنده زهرا دوګان تېره میاشت د ریاست خلاف په تور د خپلې سزا تر پوره کېدو وروسته خوشي شوې ده.

بیان زیاتوي چې په ترکي کې تر ټولو زیات ۶۸ خبریالان په جېلونو کې دي چې ۱۴ یې ښځې خبریالانې دي او په چین کې اووه ښځې خبریالانې په قېد کې دي.

په چین کې په بندي خبریالو کې دریو د چین په سینک یانک کې د یوغور مسلمانانو د سیمې نه په کډه کولو راپور ورکړی وو.

په سعودي عرب کې څلور ښځې خبریالانې په قېد کې دي. دې څلورو واړو په سعودي عرب کې د ښځو پر موټر چلولو حکومتي بندیز غندلی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب اداره - سي پي جې - وایي پر دې نیول شوو ښځو خبریالانو تشدد شوی ، له دوی سره ناسم سلوک کیږي او له جنسي زیاتیو سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG