د الجزایر په پلازمېنه کې لسګونه زره کسانو د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د شل کلنې واکمنۍ پرضد مظاهرې پیل کړې دي.
ویل کېږي چې په سر ښار الجزایر کې پرونۍ مظاهرې تر ډېره پرامنه وې، خو تېر ماښام پولیسو د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولولپاره اوښکې بهوونکی ګېس استمال کړ او هغه لار یې هم بنده کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللې .
د الجزایر د سرکاري ټلیویژن د رپوټ له مخې، امنیتي ځواکونو ۱۹۵ تنه د سامانونو د لوټلو او بریدونو په تورونو نیولي دي.
د دې ټیلیوېژن د خبر له مخې، یوسل او دولس پولیس ټپیان شوي دي. د الجزایر خلک له بېکارۍ او اداري فساده شکایتونه لري.
مظاهره کوونکي له دې پلان سره هم مخالفت کوي چې د هېواد دوه اتیا کلن ولسمشر یې لاهم غواړي چې په واک کې پاتې شي.
عبدالعزیز له ۲۰۱۳م کال راهیسې چې د فالج حمله پرې راغلې ډېر کم په ولس کې لیدل شوی او دا وخت په جېنېوا کې تر درملنې لاندې دی.