د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د افضل کوهستاني د وژنې په تړاو یو کس نیولی


د پولیسو عملیات
د پولیسو عملیات

پولیس وايي، د ناموسي وژنو پرضد د غږ پورته کوونکي فعال افضل کوهستاني په وژنه تورن یو کس یې نیولی دی.

۳۱ کلن افضل کوهستانی د مارچ پر شپږمه په ایبټ اباد کې په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی وو.

د ایبټ اباد د پولیسو مشر عباس مجی د مارچ پر اتمه وویل، د کوهستاني د وژنی په شک کې يې د هغه ۲۳ کلن وراره فیض الرحمان نیولی او د هغه پرضد يې د قتل مقدمه لیکلي.

افضل کوهستاني په ۲۰۱۲م کال کې هغه وخت نوم وموند کله چې يې د خپلې کورنۍ د څلورو ښځو رشته دارو او خپلو دوو روڼو د وژنې پرضد غږ پورته کړ او دغه معامله يې د پاکستان تر سپریم کورټه رسولې وه.

دغه کسان د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته د جرګې په وینا د غیرت په نوم وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG