د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ځواکونو د شام په ادلیب صوبه کې ګزمه پیل کړې


په شام کې د ترکي ځواکونو ګزمه.
په شام کې د ترکي ځواکونو ګزمه.

د ترکي ، روس او ایران ترمنځ تر لوظنامه وروسته د ترکي ځواکونو د شام په ادلیب صوبه کې ګزمې پیل کړې دي.

د ترکي سرکاري خبري اژانس انادولو د مارچ پر نهمه د دفاع د وزیر حلوسي اکار له خولې لیکلي چې د ترکي ځواکونه د ترکي له پولې سره نېږدې د ادلیب د شمال څخه د حلب د شمال جنوبي برخې پوری ګزمې کوي او د روس ځواکونه به د ادلیب څخه بهر په سرحدي سیمو کې فعالیتونه پرمخ وړي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ګزمې په ادلیب کې د قرارۍ او اوربندۍ د دوام لپاره یو مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ پر۱۴مه د روس په سوچي ښار کې د ترکي، ایران او روس د مشرانو ترمنځ د په سیمه کې له ځواکونو د پاکې یوې برخې ټاکلو په اړه د لوظنامې پر حتمي کولو خبرې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG