د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف ځانله خپل ډاکټر ورغوښتلی شي: فواد چودري


د اطلاعاتو وزير فواد چودري

د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چودري د مارچ په ۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د وزیراعظم عمران خان په حکم پنجاب حکومت ته ويل شوي چې بندي نوازشريف ته ښه طبي سهولتونه برابر کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې اپوزیشن ګوند مسلم لېګ (ن) د خپل مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف په روغتيايي حالت اندېښنه وښوده او د راپورونو تر مخه نواز شريف وويل، که مړ هم شي، حکومت ته به ځکه شکايت و نه کړي چې چارواکي هر څه ويني خو بيا هم څه نه کوي.

خو فواد چودري زياته کړه چې له نوازشريف سره هېڅ توپيري چلند نه کېږي: ''چې درې ځل وزيراعظم پاتې شوی وي نو بيا دی څنګه ويلی شي چې دوی په دې ټول وخت کې داسې هېڅ هسپتال جوړ نه کړ چې د ده علاج دې پکې وشي؟ په پاکستان کې ښه ډاکټران او ښه علاج شته خو که دی له بهره د ځان لپاره ډاکټر راغواړي نو را و دې يې غواړي. خدای ورته وسايل ورکړي. ضرور دې يې راوغواړي.''

نواز شريف دا وخت د پنجاب په کوټ لکپت زندان کې د درغليوو په کېسونو کې په اووه کاله قید سزا تېروي او د کورنۍ په وینا روغتيايي حالت یې ښه نه دی. بلخوا د مسلم لېګ (ن) غړي وايي له نوازشريف سره به په جېل کې روان خراب سلوک که بدل نه شي او درملنه يې په سمه طريقه و نه شي نو دوی به احتجاجونه پېل کړي.

د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي رانا ثنا الله د مارچ په ۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت نوازشريف ته روغتيايي سهولتونه له دې کبله نه ورکوي چې سياسي انتقام ترې اخلي.

هغه زياته کړه: ''تاسو وګورئ چې د يو اويا کلن سړي دوه ځلې د زړه غټ عمليات شوي وي او روغتيا ته يې پاملرنه نه کېږي نو پر هغه هر وخت حمله راتللی شي. د زړه د حملې نتيجې خرابې هم کېدلی شي. موږ له قامي اسمبلۍ څخه تر پنجاب صوبايي اسمبلۍ پورې او همداراز تر ولسه پورې ټول په دې متفق يو چې که حالت هم داسې وو نو مظاهرې به کوو.''

د نوازشريف لور، مريم نواز د مارچ په شپږمه پر ټويټرپاڼه ليکلی وو چې پلار سره يې د ملاقات پر مهال هغه ته وويل چې کوم ډاکتر ته دې لاړ شي. خو د دې په وینا هغه وويل چې حکومت غواړي د درملنې په نامه یې له يوه روغتون بل او له بل، بل ته په بوتللو سره بې عزتي وکړي چې دی یې نه غواړي.

XS
SM
MD
LG