د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو ضد کاروايي د هېواد په ګټه ده: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د حکمران ګوند تحريک انصاف رسمي ویب سايټ د مارچ پر ۷مه په يوه خبرپانه کې ويلي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دغه ورځ د خپل ګوند له پارلېماني غړیو سره په يوه غونډه کې ويلي چې تر دې وروسته به د ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان په سختۍ سره عملي کوي.

په شلو نقطو مشتمل دا پلان په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی وو. په دې کې ويل شوي چې د ټولو وسله والو ډلو پرضد به يو شان کاروايي کېږي او ځينې به د هېواد په سياسي چوکاټ کې ورګډېږي.

د امنيتي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير سعد محمد خان وايي که وسله والې ډلې د سياست برخه هم شي، له خپلې سختدريځۍ به لاس وانخلي.

نوموړي د مارچ په ۷مه مشال راډيو ته وويل: ''دا داسې ده لکه يوې وسله والې ډلې له چې سياسي څانګه جوړه کړي. دوی بايد په ټولنه کې ورګډ کړل شي خو د هغې لپاره داسې پلان په کار دی چې د سختدريځۍ ختمولو لپاره کار وشي چې اوسمهال يې درک نه ښکاري. که دوی سیاست ته راځي نو زور او ټوپک به لري. مانا دا چې نور سياسي ګوندونه به ورسره مقابله نه شي کولی. دوی بايد لومړی بې وسلې شي، بيا دې يې فعاليت ختم شي او بيا بايد په ټولنه کې ورګډ کړل شي.''

په پاکستان کې ترهګرۍ ځپلو قامي ادارې (ناکټا) پر خپل ويب سايټ ليکلي چې اته شپېتې وسله والې ډلې يې په ترهګرۍ کې د لاس لرلو له کبله ناقانونه اعلان کړې دي.

په دې کې نهه یې د ملګرو ملتونو له خوا تر بندیز لاندې ښوولې دي.

خو د ډان ورځپاڼې د يو راپور تر مخه د ملګرو ملتونو په تور ليست کې ۱۳۹ وسله والې ډلې او اشخاص داسې دي چې په مبينه ډول له پاکستانه فعاليت لري.

د دفاعي چارو څېړونکې ډاکټر عايشه صدیقه وايي داسې راپورونه دي چې د وسله والو ډلو مشران به یې په سياست او جګړه مار به يې په امنيتي ځواکونو کې ځای کړل شي. د هغې په وېنا دا ډېر غلط کار دی: ''دا خبرې اورو چې حکومت د جیش محمد او نورو وسله والو ډلو د منحلولو لپاره د دوی وسله وال په پوليسو او پوځ کې شاملولو غواړي. دا ډېر خطرناک فکر دی. دا طرېقې پخوا هم ازمويل شوي دي. دا کوم سخت دريځه جهاديان چې دي، دا کله هم نه بدلېږي.''

په پاکستان کې په ۲۰۱۸ کال کې په انتخاباتو کې جماعت الدعوه او ځينو نورو سختدريځو وسله والو ډلو د ملي مسلم لېګ تر نامه لاندې په ټاکنو کې برخه اخيستې وه او پارلېمان ته یې کانديدان درولي ول.

دوی ډېرې رايې وانخيستې خو هغه مهال هم ځينو سياستوالو او د حقونو فعالانو پر دې کار نيوکې کړې وي.

XS
SM
MD
LG