د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پاکستان تعلیمي نصاب کې د تشدد قصیدې بیانېږي''


په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې پر تعلیمي ادارو د تره ګرو بریدونو وروستو اوس په دغه ادارو کې دننه د تشدد پېښې ډېرې شوي دي.

پروسږ کال د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې قهرېدلیو بلوه ګرو پر زده کوونکي مشال خان مذهب ته د سپکاوي تور پورې کړ او هغه يې ډېر په بیدردۍ وواژه. روانه اونۍ په چارسده کې یو طالب علم خپل پرنسپل وواژه.

د تشدد د مخ پر زیاتیدونکو پېښو تر شا عوامل څه دي؟ دا موضوع د کرښې پر غاړه خپرونه کې څېړول شوی. دلته یې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پنجاب پوهنتون یو زده کوونکی او څېړنکار رضا وزیر وايي، د سکولونو کالجونو په نصابونو کې د تشدد قصیدې ویل کېږي او هم دغه وجه ده چې تعلیمي ادارې د تشدد په لمن کې دي.

د عبدالولي خان پوهنتون پخوانی استاد او څېړنکار ضیاءالله همدرد وايي، دا سمه خبره ده چې په نصاب کې اصلاحات پکار دي خو له دې سره سره د هېواد سیاست، مذهبي ډلې، سماجي جوړښتونه او عدالتي نظام هم داسې دی چې سختدریځه فکر ته نوره هم وده ورکوي.

د تعلیمي چارو پوه او څېړنکار ډاکټر سهېل خان وايي، چې په نصاب کې زده کوونکیو ته دروغ ویل کېږي او د سیمې ریښتینی تاریخ نه ورته ښودل کېږي.

نوموړی وايي نوی کهول د خپلځان پېژندنې له بحران سره مخامخ دی.

په اسلام اباد کې د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي ــ چې د هېواد تعلیمي نظام ډېر زوړ شوی دی او د نوي دور غوښتنو ته ځواب نه وايي. نوموړی زیاتوي باید په هېواد کې بنیادي تعلیم ته پام وشي او اصلاحات عملي شي.

په پاکستان کې د مذهب په نوم د تشدد پېښې ډېرې شوي دي، تر دې وړاندې د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر او د اقلیتي امورو وفاقي وزیر شهباز بټي هم وژل شوي دي خو د کارپوهانو په وینا دغه بې زغمي یا عدم برداشت اوس تعلیمي ادارو ته هم ننوتی دی او باید د دې د اصلاح لپاره په ټولنیزه او ریاستي کچه کار وشي.

XS
SM
MD
LG