د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د مزاري پر تلین غونډه برید درې تنه وژلي ۲۲ ژوبل


کابل: د مزاري پر تلین غونډه راکټي برید شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

کابل: د مزاري پر تلین غونډه راکټي برید شوی

د کابل ښار په لوېدیځ کې د پنجشنبې پر ورځ د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځغونډه له راکټي بریدونو درې تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

په کابل کې وړاندې د استقلال روغتون رئیس ویلي ول چې په ټپیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د پنجشنبې په ورځ ناوخته پای ته رسېدلې او حمله کوونکي د افغان ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي دوه کسان وو.

داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی.

وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات پر خپل ټوېټر لیکلي ول: "ترهګرو د روشن ټېلیفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او اتلسمې ناحیې تر منځ و، راکټ ویشتی دی."

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر پر خپل ټوېټر لیکلي چې د پېښې له ځايه روغ خپل کور ته رسېدلی خو اته تنه ساتونکي یې زخمیان شوي دي.

د رسنیو له تصویرونو ښکاري چې د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځنې په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر، یو شمېر نورو مخورو څېرو ګډون درلود.

د هغه د دفتر ویاند قادر شاه پر خپل فېسبوک لیکلي چې د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځلو غونډې ته نږدې په چاودنه کې د ښاغلي اتمر اته تنه ساتونکي برسېرن ټپيان شوي دي.نوموړی کاږي: ''د مراسمو پر ځای ظاهراً د توغندیو په وسیله ترهګریز برید تر سره شو، په پیښه کې جناب اتمر صیب ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی او په خیر سره د مراسمو له ځای څخه راوتلی دی. په پیښه کې د ښاغلي محمد حنیف اتمر اته تنه ساتونکي برسیرن ټپیان شوي، چې تر درملنې لاندې دي.''

د رسنیو له تصویرونو ښکاري چې د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځنې په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر، یو شمېر نورو مخورو څېرو ګډون درلود.

په‌ دې برید کې جمهوري ریاست ته کاندید عبداللطیف پدرام هم ټپي شوی دی.

د حزب وحدت (پیوستون ګوند) پخوانی مشر عبدالعلي مزاري ۲۴ کاله وړاندې د مارچ پر ۱۲مه نېټه په ۱۹۹۵م کال له ځینو ملګرو سره له پلازمېنې کابل سره جوخت په چهارسیاب کې طالبان نیولی وو.له هغه یوڅو ورځې پس مزاري ووژل شو او مړی یې د غزني ولایت په یوه ولسوالۍ کې موندل شوی وو.

XS
SM
MD
LG