د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کنړ ټولو ولسوالیو ته په دوو کلونو کې برېښنا رسوو: ولسمشر غني


د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني په کنړ کې سپین روبو او مخور ته وینا کوي. ۶م مارچ ۲۰۱۹
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني په کنړ کې سپین روبو او مخور ته وینا کوي. ۶م مارچ ۲۰۱۹

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کنړ سیند پر غاړو کار روان دی او تر راتلونکو دوو کلونو به د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي.

نوموړي همداراز وویل چې د سید جمال الدین افغان پوهنتون به پراختیا ومومي او په دغه پوهنتون کې د اوسني مهال اغېزمنو رشتو ښوونه پیل شي. ولسمشر د کنړ چارواکیو او مخورو ته په خپله وینا کې زیاته کړه چې پر ولایت پر ځنګلونو دوه میلیارده افغانۍ پانګونه کېږي او د ځنګلونو په ساتنه او پراختیا کې د خلکو همکاري حیاتي ده.

ولسمشر غني کنړ ولایت ته د سفر په لړ کې نن سېشنبه تر غرمې مخکې د دغه ولایت له سپین روبو او مخورو سره وکتل. پر دې مهال الحاج محمد روزي د کنړ ولایت د اقتصادي پراختیا، د ترانزیټي لارو او د هوایي دهلېزونو د جوړېدو په برخو کې د ولسمشر غني هڅې وستایلې. هغه همداراز د سید جمال الدین افغان پوهنتون د پراختیا، د طب، انجنیرۍ او حقوقو پوهنځیو د جوړېدو، د سرکونو پخولو، د برېښنا موندلو، پانګونې او د ځنګلونو پراختیا او بیا-رغولو په برخو کې د کنړ د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG