د کندهار غورک ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو له شتونه پاکه کړل شوه.
په سوهېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسا وایي، چې څه موده وړاندې افغان ځواکونو د کندهار په ماروپ (معروف)، شاولیکوټ، میوند او غورک کې د وسله والو ضد پوځي عمليات پېل کړل چې په ترڅ کې يې تازه د کندهار غورک ولسوالۍ د وسله والو له شتونه پاکه کړه او په ميوند، ماروپ او شاولیکوټ ولسوالیو کې بيا پوځي عملياتو کې پرمختګ شوی.
عيسا وویل، دا مهال د کندهار ترڅنګ په ورزګان او زابل کې هم د وسله والو پرضد پوځي عمليات دوام لري.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند وویل چې په ترسره شويو عملياتو کې ګڼو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه یې د شمېر يادونه ونه کړه.
طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي.