د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي شمالي کوریا د خپلې فضايي اډې یوه برخه به فعاله کړې وي


تازه رپورټونه وايي، کېدای شي شمالي کوریا د خپلو توغندیو او سپوږمکیو فضايي اډې یوه برخه بیا فعاله کړې وي.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس پرون وویل، پیانګیانګ تېر کال له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر ژمنې وروسته د هغې اډې ناکاره کولو عمل پیل کړی وو. اژانس وايي، د جنوبي کوریا د استخباراتي ادارې چارواکو د پارلېمان غړو ته ویلي دي چې د تونګچانګ په نوم د توغندیو د ازموینې او سپوږمکیو لېږد په فضايي اډه کې بیا کار پیل شوی دی.

د پارلېمان غړو اژانس ته ویلي دي چې په هغه ځای کې تعمیراتي کار شوی دی او کارکوونکو د ودانۍ بام او دروازه بدل کړي. دوه امریکايي څېړنیزو ادارو هم له سپوږمکیو یا سیټېلایټه د اخیستو انځورونو په حواله ورته خبره کړې.

دا رپورټونه تر هغې څو ورځې وروسته خپاره شوي چې ټرمپ په وېتنام کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره دوه ورځنۍ سرمشریزه وکړه او ویې ویل چې کېم پر خپله ژمنه ولاړ دی چې د اټومي وسلو او توغندیو ازموینې به نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG