د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د ناقانونه ډلو ۴۴ غړي یې نیولي دي

د پاکستان حکومت وايي د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې له مخې يې تر بنديز لاندې ډلو ۴۴ غړي نيولي دي. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت وايي په نيول شوو کې د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر زوی حماد اظهر او ورور مفتي عبدالرووف هم شامل دي.

په سېشنبه په اسلام اباد کې د کورنيو چارو رياستي وزير شهر يار اپرېدي وويل چې په نيول شویو کې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې هند په پلواما چاودنې کې تورن ګرځولي خو د نوموړي په وينا د دې کسانو نیول له دغې معاملې سره تړاو نه لري.

د روان ۲۰۱۹م کال د فېبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلواما سيمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې په ځانمرګي بريد کې ۴۴ هندي سرتيري ووژل چې بيا وروسته د فېبرورۍ پر ۲۶مه هند د پاکستان پر بالاکوټ بمباري وکړه. له دې وروسته د امريکا په ګډون ځینو نورو هېوادونو له پاکستان او هنده د کړکېچ کمولو او له اسلام اباده د وسله والو پرضد د ګامونو اخيستو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG