د افغانستان او ایرلېنډ تر منځ د هند په دهرادون کې په درېيمه پنځوس اووريزه کرکټ سيالۍ کې نن افغان لوبډلې آيرلېنډ ته د ګټې لپاره د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ. د افغان لوبډلې اته کسان اوټ شول. نجيب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۴ منډې او لوبډلمشر اصغر افغان ۷۵ منډې وکړي.
په ځواب کې يې آيرلېنډ دا هدف په ۴۹ اوور کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ. اینډي بالبيرين ۱۴۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د پنځوو يو ورځنيوو لوبو په دې سياليوو کې لومړۍ هغه افغانستان ګټلې وه او دوهمه د باران له وجې بې نتيجې پاتې شوې وه.