په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وايي، په ټول هېواد کې بارانونو او سيلابونو شاوخوا ۵۹ کسان وژلي دي.
د دې وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري د مارچ پر څلورمه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ۱۴۳ ټپيان شوي هم دي او ۹۲۶ کورونه ويجاړ شوي دي.
حیدري زياته کړه چې دا ابتدايي شمېرې دي او کېدای شي بدلون پکې راشي.
افغان پوځ په ځينو ولايتونو کې د بارانونو او سيلابونو له امله بند خلک په هيلېکاپټرونو کې خوندي ځايونو ته رسولي دي.