امریکایي سېنېټران د ولسمشر ټرمپ له ادارې بیا ګیله کوي چې د سعودي خبریال جمال خاشوقجي د وژنې په اړه تازه مالومات نه خپروي.
قانونسازانو (پارلېماني غړیو) په دوشنبه په واشنګټن کې د خاشوقجي د وژنې په باب د بندو ورونو ترشا اورونه کې برخه واخیستله. وژل شوی خبریال په لنډمهالې توګه په ورجینیا کې اوسېدلو. ريپبلیکن سېنیټر مارکو روبیو له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، هېڅ نوې خبره یې وا نه ورېدله.هغه وویل، "سینټ باید پرېکړه وکړي که هغوی چېرې پر سعودي حکومت خپل بندیزونه لګول غواړي. "
جمال خاشوقجي په ۲۰۱۸ کال سعودي اجنټانو په ترکي کې د سعودي په سفارتخانه کې ووژلو. سعودي حکومت وایي په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد یې کاروایي کړې ده. ریاض د خبریال خاشوقجي په وژنه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ککړتیا ردوي.